په هرات ښار كې تېره شپه د محصلينو او عامو وګړو تر منځ نښته كې دريو محصلينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي د پېښې په اړه كليد ته وويل، دغو محصلينو د هرات ښار قول اردو سيمه كې كوټه درلوده چې له ځايي اوسېدونكو سره يې فزيكي شخړه راغلې ده.
د نوموړي په خبره ځايي خلكو پر محصلينو د چاقو ګوزارونه كړي چې يو محصل وژل شوى او دوه نور ټپيان دي: (( يو محصل له همسايه ګانو سره لومړى نښته كړې ده، دا وژل شوى دى، دوه نور چې راوتلي دوى ټپيان شوي دي، وژل شوى محصل د فراه اوسېدونكى دى.))

دا په داسې حال كې ده چې د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي بيا كليد ته وويل، د پېښې له ځايه ورته د يو محصل جسد او درې محصلين چې په چاقوګانو وهل شوي وو، ور وړل شوي دي: (( دوى په يوه كور كې اوسېدل، څلور تنه وو چې ځايي خلكو سره يې نښته راغلې ده، يو يې وژل شوى و او درې نور ټپيان دلته راوړل شول، د ټپيانو وضعيت اوس ښه دى.))
عبدالرووف احمدي كليد ته زياته كړه د پېښې په تړاو درې تنه ځايي اوسېدونكي نيول شوي او د دوى څېړنې ترې پيل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ