ads

روداتو كې د جمعې پر لمونځ كوونكو چاودنه، ۳ مړه، له ۴۰ زيات ټپيان

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په یو جومات کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او تر څلویښتو زیات نور ټپيان دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې چاونه نن غرمه شاوخوا ۱ نیمه بجه د دغې ولسوالۍ د حصارک مزينې په یو جومات کې د جمعې […]

نویسنده: TKG
21 غبرګولی 1395
روداتو كې د جمعې پر لمونځ كوونكو چاودنه، ۳ مړه، له ۴۰ زيات ټپيان

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په یو جومات کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او تر څلویښتو زیات نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې چاونه نن غرمه شاوخوا ۱ نیمه بجه د دغې ولسوالۍ د حصارک مزينې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې چاودنه په ممبر کې د ځای پرځای شوي ماین له امله شوې، چې له امله یې د خطیب په ګډون ۳ کسان وژل شوي او له څلویښتو زیات ټپيان دي. د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په یو جومات کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او تر څلویښتو زیات نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې چاونه نن غرمه شاوخوا ۱ نیمه بجه د دغې ولسوالۍ د حصارک مزينې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې چاودنه په ممبر کې د ځای پرځای شوي ماین له امله شوې، چې له امله یې د خطیب په ګډون ۳ کسان وژل شوي او له څلویښتو زیات ټپيان دي.
چارواکي وايي، په ټپيانو کې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ دی.
بلخوا تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA