ads

د لغمان امنيتي ځواكونو ۴ وسله وال لاره شكوونكي نيولي

د لغمان ولایت چارواکي وايي، څلور تنه لار شکوونکي غله یې له پوځي یونیفورم سره د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي کمین کې نیولي دي.د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، تېره شپه لس بجې د لغمان د ملي امنیت ریاست د راپور پر اساس د کابل جلال اباد په لویه لاره […]

نویسنده: TKG
21 غبرګولی 1395
د لغمان امنيتي ځواكونو ۴ وسله وال لاره شكوونكي نيولي

د لغمان ولایت چارواکي وايي، څلور تنه لار شکوونکي غله یې له پوځي یونیفورم سره د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي کمین کې نیولي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، تېره شپه لس بجې د لغمان د ملي امنیت ریاست د راپور پر اساس د کابل جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت  سرتېرو د یو ځانګړي کمین په ترڅ کې څلور تنه لاره شکومنکي غله له نظامي یونیفورم سره نيول شوي دي: (( دغو كسانو پوځي يونيفورم درلود او بې نمبر پليټه موټر ورسره و، اوس مهال دا كسان تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.))
د لغمان د والي د وياند په خبره، له نيول شويو كسانو څخه نيول شوى موټر هایلکس ماډل دى چې دوه جوړه د افغان امنيتي ځواكونو نظامي يونيفورم هم ورسره و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA