ads

جمهور رئيس غني په عربي اماراتو كې له افغان سوداګرو سره وكتل

جمهور رئیس غني نن له غرمې مخکې په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو سره په پلازمېنه ابوظبۍ کې وکتل او د هغوی د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.د ارګ په یوې خپرې کړې اعلامیه کې راغلي، چې افغان سوداګرو په دې کتنه کې افغان پانګوالو او تاجرانو ته د اسانتیاو د […]

نویسنده: TKG
21 غبرګولی 1395
جمهور رئيس غني په عربي اماراتو كې له افغان سوداګرو سره وكتل

جمهور رئیس غني نن له غرمې مخکې په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو سره په پلازمېنه ابوظبۍ کې وکتل او د هغوی د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د ارګ په یوې خپرې کړې اعلامیه کې راغلي، چې افغان سوداګرو په دې کتنه کې افغان پانګوالو او تاجرانو ته د اسانتیاو د برابرولو، د دوی د امنیت د تامین، د روغتونونو اوجوماتونو جوړولو، د ګمرکي تعرفو د قېمت د کمولو، د مالیې ورکولو سیستم د ښه تنظیم،  کابل ښار څخه د کثافاتو د راټولولو او له هغه څخه د انرژي د تولید په هکله خپلې ستونزې، وړاندیزونه او طرحې له جمهور رئیس سره شریکې کړې. جمهور رئیس غني نن له غرمې مخکې په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو سره په پلازمېنه ابوظبۍ کې وکتل او د هغوی د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د ارګ په یوې خپرې کړې اعلامیه کې راغلي، چې افغان سوداګرو په دې کتنه کې افغان پانګوالو او تاجرانو ته د اسانتیاو د برابرولو، د دوی د امنیت د تامین، د روغتونونو اوجوماتونو جوړولو، د ګمرکي تعرفو د قېمت د کمولو، د مالیې ورکولو سیستم د ښه تنظیم،  کابل ښار څخه د کثافاتو د راټولولو او له هغه څخه د انرژي د تولید په هکله خپلې ستونزې، وړاندیزونه او طرحې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
د هېواد جمهور رئیس په اماراتو کې د مېشتو افغان تاجرانو د خبرو له اورېدلو وروسته په افغانستان کې پانګونې ته د هغوی د لېوالتیا ښودلو قدرداني وکړه او  ډاډ یې ورکړ چې حکومت به افغان ملي تاجرانو ته په داخل کې او له هېواده دباندې د پانګونې ښې زمینې برابرې کړي.
د یادولو وړ ده، چې ولسمشر غني پرون د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د عربي متحده ایالتونو د چارواکو سره د کتنې په موخه د دغه هیواد پلازمېنې ابو ظبي ته سفر وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA