ads

كابل پرېس كلب څلور ښه واليان وستايل

کابل پرېس کلب د پنجشنبه په ورځ هغه واليان وستايل چې له رسنيو سره تر نورو ډېره همكاري لري.د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر د يادې سروې په كابل كې جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دې سروې په اړه په سيمو کې له هغو خبريالانو سره خبرې شوې […]

نویسنده: TKG
20 غبرګولی 1395
كابل پرېس كلب څلور ښه واليان وستايل

کابل پرېس کلب د پنجشنبه په ورځ هغه واليان وستايل چې له رسنيو سره تر نورو ډېره همكاري لري.
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر د يادې سروې په كابل كې جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دې سروې په اړه په سيمو کې له هغو خبريالانو سره خبرې شوې دي چې عملي کار کوي، نوموړي زياته کړه چې زابل، ننګرهار او کاپيسا د هغو ولايتونو په سر کې راځي چې له رسنيو سره هېڅ ډول همکاري نه لري او همداراز کونړ، لوګر، تخار او باميان هغه ولايتونه دي چې د ښې همکارۍ کوونکو ولايتونو په سر کې راځي.

له خبريالانو سره د همکارۍ په غونډه کې د جمهور رييس د وياند مرستيال دواخان مينه پال وويل چې حکومت په تمامه معنى د بيان آزادۍ ته ژمن دى او رسنيو ته ډاډ ورکوي چې دولت د دوى تر څنګ دى او هر ډول ستونزې به يې هواروي.
د غونډې په پاي کې د کنړ والي وحيدالله کلميزي ته د رسنيو د لومړي ښه همکار والي او ورپسې د لوګر والي محمد حليم فدايي، د تخار والي ضيا او د باميانو واليانو ته د دويمې، درېيمې او څلورمې درجې مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA