ads

په چين كې د يوې وړې نظامي الوتكې سقوط، څلور مړه

په چين کې د يوې وړې نظامي الوتكې د سقوط په نتيجه کې د پيلوټ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.دا الوتکه، چې د نظارت او څېړنو په وسايلو سمبال وه، وروسته له هغې يې سقوط وکړ، چې «جه جيانګ» ايالت ته روانه وه.پرون چينايي چارواکو وويل، چې د دې الوتکې اړيکه له رادار […]

نویسنده: TKG
19 غبرګولی 1395

په چين کې د يوې وړې نظامي الوتكې د سقوط په نتيجه کې د پيلوټ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
دا الوتکه، چې د نظارت او څېړنو په وسايلو سمبال وه، وروسته له هغې يې سقوط وکړ، چې «جه جيانګ» ايالت ته روانه وه.
پرون چينايي چارواکو وويل، چې د دې الوتکې اړيکه له رادار سره پرې شوې او ښايي سقوط يې کړى وي.
د چين د واکمن ګوند ورځپاڼې نن د چارواکو له قوله ليکلي، چې د يادې الوتکې ټوټې يې په «جوشان» ايالت کې موندلي دي. په چين کې د يوې وړې نظامي الوتكې د سقوط په نتيجه کې د پيلوټ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
دا الوتکه، چې د نظارت او څېړنو په وسايلو سمبال وه، وروسته له هغې يې سقوط وکړ، چې «جه جيانګ» ايالت ته روانه وه.
پرون چينايي چارواکو وويل، چې د دې الوتکې اړيکه له رادار سره پرې شوې او ښايي سقوط يې کړى وي.
د چين د واکمن ګوند ورځپاڼې نن د چارواکو له قوله ليکلي، چې د يادې الوتکې ټوټې يې په «جوشان» ايالت کې موندلي دي.
په دې الوتکه کې يو پيلوټ،يو خدمه او دوه نور کسان سپاره وو، چې د اقيانوس سمندر د پاسه يې سقوط کړى دى.
تراوسه د الوتکې د غورځېدو علت نه دى معلوم شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA