ads

پكتيكا كې ډرون بريد، د حقاني شبكې د مالي مسوول په ګډون ۵ وسله وال مړه

د پكتيكا چارواكي وايي، امريكايي بې پيلوټه بريد په سرروضه ولسوالۍ كې د پكتيكا لپاره د حقاني شبكې د اكمالاتي مسوول په شمول پنځه طالبان وژلي دي.د پكتيكا د  امنيت امر سمونمل عبدالرووف مسعود نن چهار شنبه كليد ته وويل، پېښه سهار اووه بجې د سرروضې- ارګون تر منځ شاتورو سيمې ته نږدې شوې ده.د […]

نویسنده: TKG
19 غبرګولی 1395

د پكتيكا چارواكي وايي، امريكايي بې پيلوټه بريد په سرروضه ولسوالۍ كې د پكتيكا لپاره د حقاني شبكې د اكمالاتي مسوول په شمول پنځه طالبان وژلي دي.
د پكتيكا د  امنيت امر سمونمل عبدالرووف مسعود نن چهار شنبه كليد ته وويل، پېښه سهار اووه بجې د سرروضې- ارګون تر منځ شاتورو سيمې ته نږدې شوې ده.
د مسعود په خبره وژل شوي كسان په يو سراچه موټر كې وو چې د بې پيلوټه  الوتكې تر بريد لاندې راغلل: (( په بريد كې د سراج الدين په نوم يو كس چې په خادم مشهور وو د پكتيكا لپاره د حقاني شبكې اكمالاتي مسوول و، وژل شوى دى، څلور ملګري يې نور هم دي.)) د پكتيكا چارواكي وايي، امريكايي بې پيلوټه بريد په سرروضه ولسوالۍ كې د پكتيكا لپاره د حقاني شبكې د اكمالاتي مسوول په شمول پنځه طالبان وژلي دي.
د پكتيكا د  امنيت امر سمونمل عبدالرووف مسعود نن چهار شنبه كليد ته وويل، پېښه سهار اووه بجې د سرروضې- ارګون تر منځ شاتورو سيمې ته نږدې شوې ده.
د مسعود په خبره وژل شوي كسان په يو سراچه موټر كې وو چې د بې پيلوټه  الوتكې تر بريد لاندې راغلل: (( په بريد كې د سراج الدين په نوم يو كس چې په خادم مشهور وو د پكتيكا لپاره د حقاني شبكې اكمالاتي مسوول و، وژل شوى دى، څلور ملګري يې نور هم دي.))
مسعود زياته كړه، دوى به وروسته معلومه كړي چې له سراج الدين سره يو ځاى وژل شوي څلور نور كسان عادي طالبان وو او كه د دوى مهم چارواكي وو؟
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په هوايي بريد كې د خپلو ملګرو وژل كېدل رد كړي او ادعا يې كړې چې په ارګون كې د بې پيلوټه الوتكې دغې بريد درې عام مساپر وژلي دي.
خو بايد وويل شي چې د پکتیکا په سرروضه او ارګون ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند وسله وال د نورو سیمو په پرتله ډېر فعالیت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA