ads

وسله والو د كندوز له لويې لارې يو وار بيا ۵۰ مساپر تښتولي دي

وسله والو طالبانو نن سهار يو ځل بيا كندوز ښار ته نږدې ملرغې سيمه كې د بدخشان- كابل له لويې لارې لسګونه مساپر تښتولي دي.كليد ته رارسېدلي راپورونه وايي، وسله والو دا وال له وړو موټرو څخه شاوخوا ۵۰ تنه مساپر ښكته كړي او نامعلوم لوري ته يې له ځان سره وړي دي.په كندوز كې […]

نویسنده: TKG
19 غبرګولی 1395
وسله والو د كندوز له لويې لارې يو وار بيا ۵۰ مساپر تښتولي دي

وسله والو طالبانو نن سهار يو ځل بيا كندوز ښار ته نږدې ملرغې سيمه كې د بدخشان- كابل له لويې لارې لسګونه مساپر تښتولي دي.
كليد ته رارسېدلي راپورونه وايي، وسله والو دا وال له وړو موټرو څخه شاوخوا ۵۰ تنه مساپر ښكته كړي او نامعلوم لوري ته يې له ځان سره وړي دي.
په كندوز كې د كليد خبريال بشير خان ساپى د دې ولايت د امنيه قومندان قسيم جنګل باغ له قوله وايي، دا مساپر نن سهار شاوخوا اته بجې كندوز ښار ته په ۴۰ كېلو متره واټن كې پرتې ملرغې سيمې څخه وړل شوي دي.
د جنګل باغ په خبره، له پېښې څو شيبې وروسته پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او له وسله والو سره په نښته كې يې ايله درې تنه بنديان راخوشې كړي دي

وسله والو طالبانو نن سهار يو ځل بيا كندوز ښار ته نږدې ملرغې سيمه كې د بدخشان- كابل له لويې لارې لسګونه مساپر تښتولي دي.
كليد ته رارسېدلي راپورونه وايي، وسله والو دا وال له وړو موټرو څخه شاوخوا ۵۰ تنه مساپر ښكته كړي او نامعلوم لوري ته يې له ځان سره وړي دي.
په كندوز كې د كليد خبريال بشير خان ساپى د دې ولايت د امنيه قومندان قسيم جنګل باغ له قوله وايي، دا مساپر نن سهار شاوخوا اته بجې كندوز ښار ته په ۴۰ كېلو متره واټن كې پرتې ملرغې سيمې څخه وړل شوي دي.
د جنګل باغ په خبره، له پېښې څو شيبې وروسته پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او له وسله والو سره په نښته كې يې ايله درې تنه بنديان راخوشې كړي دي: (( اوس ۴۷ تنه مساپر د مخالفينو په ولكه كې دي، نور ګڼ ځواكونه هم د پېښې ځاى ته رسېدلي او په دې هڅه كې دي چې د تښتوونكو له منګولو ټول مساپر راخوشې كړي.))
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغې تښتونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د كابل- كندوز له لويې لارې څخه د ۱۷۰ بنديانو د تښتولو مسووليت پر غاړه اخستى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA