د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست له لوري د روانې مياشتې په ترڅ کې ۹۰۰ تنه ښځينه او نارينه د اوږد مهالې مودې لپاره په دندو ګومارل کېږي.
ياد کسان به د ننګرهار ولايت له مرکز جلال اباد ښار او سره رود، بهسودو، شېرزادو، بټي کوټ، مومندرې، لعلپورې، غني خېلو او اچين ولسواليو څخه په دندو وګومارل شي، چې د پوليو ضد واکسين د ښه تطبيق، پاکو اوبو استعمال او د خوار ځواكو ماشومانو ژوند ته د ښې پاملرنې په هدف به عامه پوهاوى ترسره کړي.
په ننګرهار کې د يادو کسانو د ګومارنې په هدف د دغه ولايت والي سليم کندوزي تېره ورځ د عامې روغتيا رئيس او اړونده مرستندويه ادارو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته ترسره کړه.

کندوزي ډاډ څرګند کړ، چې د دغو کسانو په ګومارنې سره به په ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين د تطبيق په وړاندې ټولې شته ستونزې حل شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال وويل، دا لومړى ځل دى، چې ۹۰۰ کسان د يو کال لپاره په دندو ګومارل کېږي او همدا راز يې ډېر ژر د ۱۵۰۰ نورو کسانو په دندو د ګومارنې خبر هم ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ