چارواكي وايي، تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو د عامه نظم پر۴ پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول صمیم خپلواک كليد ته وويل، تېره شپه لس بجې د دولت وسله والو مخالفینو د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د عامه نظم پر پولیسو بريد کړى، چې په نتیجه کې يې دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د خپلواک په وینا په دغه حمله کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر یې نه دى معلوم.
طالبانو د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخيستى دى. چارواكي وايي، تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو د عامه نظم پر۴ پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول صمیم خپلواک كليد ته وويل، تېره شپه لس بجې د دولت وسله والو مخالفینو د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د عامه نظم پر پولیسو بريد کړى، چې په نتیجه کې يې دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د خپلواک په وینا په دغه حمله کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر یې نه دى معلوم.
طالبانو د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخيستى دى.


