د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په پرونۍ غونډه كې د طالبانو، داعش او ټولو ترهګرو شبکو د تمويل د سرچينو په اړه د ارزونې رپوټ په هر اړخيزه توګه وارزاوه او دفاعي- امنيتي ارګانونو ته يې د تروريستانو د عايداتي سرچينو د وچولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د ملي امنيت شورا په هېواد کې وروستي ترهګريز بريدونه، چې په پايله کې يې يو شمېر قاضيان، څارنوالان او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى شېرولي وردګ ووژل شول، په سختو ټکو وغندل او دغه ناوړه اعمال يې د عدالت ضد وګڼل.
يادې شورا امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د عدلي او قضايي ارګانونو د منسوبينو او د هېواد په ملي شورا کې د خلکو د استازو د امنيت د ټينګښت په هدف لازمې لارښوونې وکړې. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په پرونۍ غونډه كې د طالبانو، داعش او ټولو ترهګرو شبکو د تمويل د سرچينو په اړه د ارزونې رپوټ په هر اړخيزه توګه وارزاوه او دفاعي- امنيتي ارګانونو ته يې د تروريستانو د عايداتي سرچينو د وچولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د ملي امنيت شورا په هېواد کې وروستي ترهګريز بريدونه، چې په پايله کې يې يو شمېر قاضيان، څارنوالان او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى شېرولي وردګ ووژل شول، په سختو ټکو وغندل او دغه ناوړه اعمال يې د عدالت ضد وګڼل.
يادې شورا امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د عدلي او قضايي ارګانونو د منسوبينو او د هېواد په ملي شورا کې د خلکو د استازو د امنيت د ټينګښت په هدف لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ناسته کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هلمند، اروزګان، لغمان، کندوز، سرپل، بغلان، فارياب، پکتيا، پکتيکا او کونړ ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه د رپوټ وړاندې کولو په مهال د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د زړورتيا، درايت او شايستګۍ يادونه او له دښمن سره د مبارزې په هدف يې د هغوى د کوښښونو ستاينه وکړه.


