د هرات ولايتي شورا استازي په شينډنډ ولسوالۍ كې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په دغه ولسوالۍ كې تر ۱۰ زرو زيات زده كوونكي د امنيتي ګواښونو له كبله ښوونځيو ته نه شي تلى.
د هرات د ولايتي شورا يو غړى سيد عظيم كبرزاني كليد ته وايي، د روان كال په پيل كې شاوخوا ۲۷ زره زده كوونكو نه شواى كولى چې د امنيتي ستونزو له كبله ښوونځيو ته ولاړ شي خو له وسله والو سره د ځايي مشرانو په منځګړتوب شاوخوا ۱۵ زره زده كوونكو اجازه ترلاسه كړه چې ښوونځيو ته ولاړ شي د هرات ولايتي شورا استازي په شينډنډ ولسوالۍ كې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په دغه ولسوالۍ كې تر ۱۰ زرو زيات زده كوونكي د امنيتي ګواښونو له كبله ښوونځيو ته نه شي تلى.
د هرات د ولايتي شورا يو غړى سيد عظيم كبرزاني كليد ته وايي، د روان كال په پيل كې شاوخوا ۲۷ زره زده كوونكو نه شواى كولى چې د امنيتي ستونزو له كبله ښوونځيو ته ولاړ شي خو له وسله والو سره د ځايي مشرانو په منځګړتوب شاوخوا ۱۵ زره زده كوونكو اجازه ترلاسه كړه چې ښوونځيو ته ولاړ شي: (( په دې ولسوالۍ كې د نجونو د زده كړې ستونزه تر ټولو مهمه ده، كه امنيت تامين نه شي يوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه شي تللى.))
دا په داسې حال كې ده چې د هرات ولايت د پوهنې رياست چارواكي وايي، دا مهال په شينډنډ كې ۱۱۶ ښوونځي لري چې د ټولو ښوونځيو دروازې د نجونو او هلكانو زده كوونكو پر مخ خلاصې دي، خو تاييدوي چې د زيركوه او پشت كوه سيمو يو شمېر زده كوونكي له امنيتي ستونزو ربړېږي.


