د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرون په سپينه ماڼۍ کې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما سره وليدل.
سپينې ماڼۍ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ۲۰۱۵ کال كې هند ته د جمهور رئيس بارک اوباما تر سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تودې شوې دي.
د دواړو مشرانو ترمنځ پر يو لړ نظامي او اقتصادي مسايلو خبرې شوي او ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو شمېر هوکړې هم لاسليک شي.
تر رسمي کتنو وروسته به اوباما د نرېندرا مودي غرمنۍ مېلمستيا هم کوي. د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرون په سپينه ماڼۍ کې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما سره وليدل.
سپينې ماڼۍ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ۲۰۱۵ کال كې هند ته د جمهور رئيس بارک اوباما تر سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تودې شوې دي.
د دواړو مشرانو ترمنځ پر يو لړ نظامي او اقتصادي مسايلو خبرې شوي او ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو شمېر هوکړې هم لاسليک شي.
تر رسمي کتنو وروسته به اوباما د نرېندرا مودي غرمنۍ مېلمستيا هم کوي.
ټاکل شوې نن نرېندرا مودي د امريکا کانګرس او سنا مجلس ته وينا وکړي.
نوي ډيلي له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې په هېواد کې يې سوداګري زياته کړي او په دې برخه کې يې د اټومي انرژۍ په برخه کې د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.


