په هلمند كې د بشري حقونو د خپلواك كمسيون مسوولين وايي، په تېرو مياشتو كې د هلمند په جګړه كې له ۳۰۰ زياتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې لويه برخه يې ښځې او ماشومان دي.
د هلمند د بشري حقونو خپلواك دفتر مشر محمد بلال صديقي وايي، په تېره دوه مياشتنۍ جګړه كې ۲۱ ملكيان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان دي.
د صديقي په وينا، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله والو مخالفينو د ځمكني ماينونو او د امنيتي ځواكونو د توپونو له كبله اوښتې چې ډېرى يې د استوګنې په سيمو كې راپرېوځي. په هلمند كې د بشري حقونو د خپلواك كمسيون مسوولين وايي، په تېرو مياشتو كې د هلمند په جګړه كې له ۳۰۰ زياتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې لويه برخه يې ښځې او ماشومان دي.
د هلمند د بشري حقونو خپلواك دفتر مشر محمد بلال صديقي وايي، په تېره دوه مياشتنۍ جګړه كې ۲۱ ملكيان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان دي.
د صديقي په وينا، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله والو مخالفينو د ځمكني ماينونو او د امنيتي ځواكونو د توپونو له كبله اوښتې چې ډېرى يې د استوګنې په سيمو كې راپرېوځي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواك بيا وايي، په تېرو دوه مياشتو كې د ملكي مرګ ژوبلې شمېره دومره نه ده، بلكې د ده په وينا په دغه موده كې ۴۰ ملكي وګړو ته تلفات اوښتي چې لوى لامل يې د وسله والو مخالفينو لخوا خښ شوي ماينونه په ګوته كوي: (( موږ د ملكي مرګ ژوبلې مخنيوي ته پاملرنه كړې، په مارجه او نورو سيمو كې مو د ملكي تلفاتو د مخنيوي په غرض چاڼيز عمليات اوس په كراره شوي دي.))
له هلمنده د ملكي تلفاتو راپورونه په داسې حال كې راپورته كېږي چې په دې وروستيو كې د ګرشكو نادعلي او مارجې اوسېدونكو شكايت كړى چې د ځاني تلفاتو تر څنګ ورته جګړې مالي درانه تلفات هم اړولي دي.


