ads

د تښتول شويو مساپرو له ډلې ۷ تنه له وسله والو راخوشې شول

دوهم تعقيب: د كندوز چارواكي وايي، نن د كابل- بدخشان له لويې لارې د تښتول شويو بنديانو له ډلې يې اووه تنه راخوشې كړې دي.چارواكي وايي، وسله والو طالبانو نن سهار كندوز ته نږدې په ملرغې سيمه كې له يو ۴۰۴ ډوله بس او كرولا موټر څخه شاوخوا ۴۰ كسان ښكته كړي او له ځانه […]

نویسنده: TKG
19 غبرګولی 1395
د تښتول شويو مساپرو له ډلې ۷ تنه له وسله والو راخوشې شول

دوهم تعقيب: د كندوز چارواكي وايي، نن د كابل- بدخشان له لويې لارې د تښتول شويو بنديانو له ډلې يې اووه تنه راخوشې كړې دي.
چارواكي وايي، وسله والو طالبانو نن سهار كندوز ته نږدې په ملرغې سيمه كې له يو ۴۰۴ ډوله بس او كرولا موټر څخه شاوخوا ۴۰ كسان ښكته كړي او له ځانه سره يې روان كړي وو چې د امنيتي پوستو لخوا پرې ډزې شوي او د نښتې په ترڅ كې د طالبانو له منګولو ۷ تنه راخوشې كړاى شوي دي.
په كندوز كې د كليد خبريال بشير ساپى د پېښې له ځايه وايي، له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر مساپر تښتېدلي هم دي چې په وينا يې هغوى ورته ويلي، دوى د ملي اردو سرتېري وو دوهم تعقيب: د كندوز چارواكي وايي، نن د كابل- بدخشان له لويې لارې د تښتول شويو بنديانو له ډلې يې اووه تنه راخوشې كړې دي.
چارواكي وايي، وسله والو طالبانو نن سهار كندوز ته نږدې په ملرغې سيمه كې له يو ۴۰۴ ډوله بس او كرولا موټر څخه شاوخوا ۴۰ كسان ښكته كړي او له ځانه سره يې روان كړي وو چې د امنيتي پوستو لخوا پرې ډزې شوي او د نښتې په ترڅ كې د طالبانو له منګولو ۷ تنه راخوشې كړاى شوي دي.
په كندوز كې د كليد خبريال بشير ساپى د پېښې له ځايه وايي، له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر مساپر تښتېدلي هم دي چې په وينا يې هغوى ورته ويلي، دوى د ملي اردو سرتېري وو: (( دلته د پېښې په ځاى كې يو كس چې له طالبانو تښتېدلى و، راته وويل چې نورستان كې يې دنده لرله او كور ته روان و چې طالبانو له موټره ښكته كړ، دې سرتېري راته وويل، چې تښتول شويو كې ۱۰ تنه له ايرانه راستانه شوي وو، نور ټول د ملي اردو سرتېري وو چې په رخصتۍ كور ته روان وو.))
خو د كندوز والي بيا كليد ته په خبرو كې ويلي، تښتول شوي كسان ټول ملكيان دي او دا مهال ۳۳ تنه د وسله والو په ولكه كې دي.
دا په داسې حال كې ده چې نن سهار لس بجې د كندوز امنيه قومندان قسيم جنګل باغ كليد ته د تښتول شويو مساپرو شمېره ۵۰ ښودلې وه او د خوشې شويو مساپرو شمېر يې ۳ تنه ښودلى و.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغې تښتونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د كابل- كندوز له لويې لارې څخه د ۱۷۰ بنديانو د تښتولو مسووليت پر غاړه اخستى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA