رپوټونه وايي، بشارالاسد ته وفادارو ځواکونو د سوريې په رقه ولايت کې ګڼ پرمختګونه کړي دي.
ځينو سرچينو ويلي، چې د ښار په څنډو کې د حکومتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ سختې نښتې لا هم دوام لري.
بلخوا ويل کېږي د جګړو له كبله زرګونه خلک بې کوره شوي او يو شمېر د جګړې په لومړۍ کرښه کې ايسار پاتې دي.
دغه راز د داعش پر مرکزونو روسي جنګي الوتکو سختې بمبارۍ هم کړې دي، چې د يو شمېر داعش وسله والو د وژلو دعوه يې کړې ده.
په ورته وخت کې د رقې له شمال لوري کردي بېلتون غوښتونکو هم پر داعش تهاجمي بريدونه پيل کړي دي.
په دې حساب په رقه کې داعش وسله وال له څو لورو سره په جګړه بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ