په ننګرهار کې د انعکاس په نوم پر یوې خصوصي راډیو د لاسي بمونو برید شوی؛ خو مسوولین یې وايي چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د راپورونو له مخې پيښه نن تر غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ نیمې بجې رامنځته شوې او د مسوولین يې وايي چې تر چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي.
د انعكاس سیمه ییزې راډیو د نشراتو مسول نصرت الله صاحبزاده کلید ته وویل، چې ددوی د دفتر په بام باندې لومړی د لاسي بمونو چاودنې شوي، چې ورسره جوخت هوایي ډزې هم شوې دي. په ننګرهار کې د انعکاس په نوم پر یوې خصوصي راډیو د لاسي بمونو برید شوی؛ خو مسوولین یې وايي چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د راپورونو له مخې پيښه نن تر غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ نیمې بجې رامنځته شوې او د مسوولین يې وايي چې تر چاودنو وروسته ډزې هم شوې دي.
د انعكاس سیمه ییزې راډیو د نشراتو مسول نصرت الله صاحبزاده کلید ته وویل، چې ددوی د دفتر په بام باندې لومړی د لاسي بمونو چاودنې شوي، چې ورسره جوخت هوایي ډزې هم شوې دي.
نوموړی وایي، دغه برید کوم ځاني زیان نه لري، خو لا هم په سیمه کې د نورو چاودنو او ډزو کېدلو وېره شته.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په ننګرهار کې پر انعكاس خصوصي راډیو دا چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې د ننګرهار کلید په ګډون پر یوې بلي سیمه يیزې راډیو هم ورته چاودنې شوې وې.


