امريكايي رسنۍ وايي، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته د ډيموکراټ ګوند كانديده هيلري کلنټن د خپلو ګوندي ټاکنو ګټلو ته نږدې شوې ده .
دا ادعا په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې نن په کلفورنيا ايالت کې د جمهوري رياست ټاکنو لپاره ګوندي وروستۍ سيالۍ ترسره شي.
په دې حساب د ۲۰۱۶ کال ډسمبر مياشتې جمهوري رياست ټاکنو لپاره د ډيموکراټ ګوند كانديدې هيلري کلنټن چانس سل په سله لوړ شوى او ښايي د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد ډونالډ ټرمپ سره مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو ګوندونو مخکښو کانديدانو هيلري كلنټن او ډونالډ ټرمپ د ټاکنيزو كمپاينونو په مهال پر يو بل سخت لفظي ګوزارونه وکړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ