د ختيځې سيمې ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د سولې پروسې سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له يوځاى کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ او هم يې د سولې په تړاو د جمهور رئيس د وروستيو هڅو ستاينه وکړه.
دغه غونډه تېره ورځ د ننګرهار په قبايلو چارو رياست کې ترسره شوه.
غونډې ته وربلل شوو مشرانو په خپلو ويناوو کې د سولې پروسې سره د ګلبدين حکمتيار يوځاى کېدل افغانانو ته د خوښۍ او امن زېرى ياد کړ.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نظير د حکمتيار راتګ په هېواد کې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره يو نېک پال ياد کړ او هم يې ډاډ څرګند کړ، چې د نوموړي په راتګ سره به نور مخالف وسله وال هم د سولې پروسې سره يو ځاى شي. د ختيځې سيمې ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د سولې پروسې سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له يوځاى کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ او هم يې د سولې په تړاو د جمهور رئيس د وروستيو هڅو ستاينه وکړه.
دغه غونډه تېره ورځ د ننګرهار په قبايلو چارو رياست کې ترسره شوه.
غونډې ته وربلل شوو مشرانو په خپلو ويناوو کې د سولې پروسې سره د ګلبدين حکمتيار يوځاى کېدل افغانانو ته د خوښۍ او امن زېرى ياد کړ.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نظير د حکمتيار راتګ په هېواد کې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره يو نېک پال ياد کړ او هم يې ډاډ څرګند کړ، چې د نوموړي په راتګ سره به نور مخالف وسله وال هم د سولې پروسې سره يو ځاى شي.
د غونډې ويناوالو وويل، افغانان سولې ته تږي دي او هر څوک، چې د سولې له لارې له شته نظام سره يو ځاى کېږي، ولسونه ورته هرکلى وايي او په کلکه يې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا له ګلبدين حکمتيار سره د وروستۍ مسودې له شريکولو وروسته کابل ته د حزب اسلامي د پلاوي ژر راتګ خوشبينه کړې او وايي، ممکن تر راتلونکو دوو ورځو له دغه پلاوي سره وګوري او جزيات ترلاسه کړي.


