ads

كار هم د پاكستان او په قار هم پاكستان

په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو او د هغوی د مشرانو شتون چې پاکستاني چارواکي يې په غیر مستقیم ډول پخپلو څرګندونو کې تاییدوي، د افغانستان په چارو کې یوه څرګنده لاسوهنه ده. پاکستان د دې لپاره چې دا موضوع پټه وساتي، بېلابېلو سیاسي او حتا پوځي تکتیکونو ته مخه کوي، […]

نویسنده: TKG
18 غبرګولی 1395
كار هم د پاكستان او په قار هم پاكستان

په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو او د هغوی د مشرانو شتون چې پاکستاني چارواکي يې په غیر مستقیم ډول پخپلو څرګندونو کې تاییدوي، د افغانستان په چارو کې یوه څرګنده لاسوهنه ده. پاکستان د دې لپاره چې دا موضوع پټه وساتي، بېلابېلو سیاسي او حتا پوځي تکتیکونو ته مخه کوي، که ګوندې د افغان دولت او نړیوالو توجه بل لوري ته واړوي.
پاکستان چې کله هم د افغانستان په مسایلو کې له نړیوالو فشارونو سره مخ شوی، ځينو هغو تکتیکونو ته يې مخه کړې چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له نړیوال ائتلاف سره ځان وفاداره وښيي او په دې پلمه له نړیوال ائتلاف نه امتیازات ترلاسه کړي.     په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو او د هغوی د مشرانو شتون چې پاکستاني چارواکي يې په غیر مستقیم ډول پخپلو څرګندونو کې تاییدوي، د افغانستان په چارو کې یوه څرګنده لاسوهنه ده. پاکستان د دې لپاره چې دا موضوع پټه وساتي، بېلابېلو سیاسي او حتا پوځي تکتیکونو ته مخه کوي، که ګوندې د افغان دولت او نړیوالو توجه بل لوري ته واړوي.
پاکستان چې کله هم د افغانستان په مسایلو کې له نړیوالو فشارونو سره مخ شوی، ځينو هغو تکتیکونو ته يې مخه کړې چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له نړیوال ائتلاف سره ځان وفاداره وښيي او په دې پلمه له نړیوال ائتلاف نه امتیازات ترلاسه کړي.    
د ملي یووالي حکومت د خپل کار له پیله په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره، بیا بیا پر پاکستان غږ کړی چې پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او د هغوی د مشرانو په وړاندې جدي او ځپونکي اقدامات وکړي، خو دغه هېواد هېڅکله هم په دې برخه کې د افغان حکومت غږ ته غوږ نه دی ايښی.
که څه هم پاکستان هر ځل هڅه کوي چې پر افغان طالبانو خپل نفوذ رد کړي، خو شواهدو ښودلې چې پاکستان له افغانستان سره د سولې د راوستلو په پروسه کې رښتینی نه دی. په دې برخه کې د څرګندو شواهدو بېلګې زیاتې دي. د القاعده مشر د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شو، ملا عمر په پاکستان کې ومړ او بالاخره ملا اختر محمد منصور چې د ملا عمر تر مرګ سمدستي وروسته د افغان طالبانو مشر وټاکل شو، د بلوچستان د نوشکي په سیمه کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د ملا منصور د فاتحې ټغر لا ټول نه و چې ملا هبت الله د هغه ځای ناستی غوره شو او د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو یوې بلې ډلې پر دې ټاکنې انتقاد وکړ او ويې ویل چې هبت الله د پاکستان د آی اس آی استخباراتي شبکې له خوا د ملا منصور په ځای ټاکل شوی او دوی يې مشري نه مني. ملا رسول د پاکستاني استخباراتي ادارې د دې کار په وړاندې د یو سخت غبرګون ښودلو په ترڅ کې وویل چې ملا هبت الله د مشر په توګه نه مني او غواړي چې له افغان حکومت سره د یوځای کېدو پر لارو چارو غور وکړي.
دا ټول هغه موارد دي چې په څرګنده توګه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د دخالت او لاسوهنې او پر طالبانو د نفوذ درلودلو نمایندهګيکوي.
تر ټولو جالبه لا دا چې پاکستاني چارواکي په ډېرې سپین سترګۍ په پاکستان کې افغان سفیر ته وايي چې په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل، د پاکستان په چارو کې مداخله ده. پاکستاني چارواکو د بې پیلوټه الوتکې دا برید د پاکستان پر ملي حاکمیت تېری بللی دی. پاکستان د افغانستان د سولې په څلور اړخيزه کمېټه کې چې خپله يې هم غړی دی، دا منلې چې د افغان دولت د مخالفینو او د هغوی د مشرانو په ځپلو کې مرسته کوي. له دې نه دا پايله راوځي چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او غواړي چې افغانستان بې ثباته پاتې شي.
دا چې پاکستان د امریکا د بې پيلوټه الوتکې وروستی برید د خپلې خاورې پر ملي حاکمیت تېری بولي ایا پر دې هم فکر کولای شي چې د افغان حکومت د مخالفینو شتون او هغوی ته د مرکزونو ورکول د افغانستان په چارو کې مداخله او پر ملي حاکميت يې تېری دی؟
پاکستان د افغانستان په چارو کې د خپلې ملامتۍ د ردولو په خاطر کوښښ کوي چې یو وړ تکتیک وکاروي چې د نړیوالو ذهنونه په بل لوري واړوي، خو دا ځل پاکستان د ملا اختر محمد منصور له کبله له داسې تورونو سره مخ دی چې هېڅ ډول تکتیک او تخنیک يې نه شي ردولای، ځکه ملا منصور په پاکستان کې وژل شوی او پاکستان بهر ته د تلو لپاره پاسپورټ او ويزه ورکړې ده.
افغان حکومت ته په کار ده، دغو دوو مواردو ته په پام سره نړیوال وهڅوي چې د افغان سولې په راوستلو کې پر پاکستان جدي فشار راوړي او په افغانستان کې روانه د جګړې لوبه پای ته ورسېږي.  
4

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA