جمهور رئيس محمد اشرف غني هلمند ته د يو ځانګړي سفر په ترڅ کې د دې ولایت اوسیدونکو ته ژمنه ورکړه چې په ټولو دولتي اداراتو کې اصلاحات راولي او د کمپاین پر مهال له هلمنديانو سره کړې ژمنې به پوره کوي.
جمهور رئيس غني پرون دوشنبه د ۲۱۵ ميوند قول اردو انګړ كې د كابيني او ملي شورا د يو شمېر غړو په حضول كې هلمنديانو ته وويل، د پوليسو په ليكو كې جدي اصلاحات راولي او په فساد ككړو كسانو سره به حساب وكړي.
جمهور رئيس زياته كړه، په هلمند كې يې د امنيت ټينګښت لومړيتوب دى او په دې برخه كې له ځايي مسوولينو، د قول اردو قومندان او ولايتي ادارې سره ځانګړې خبرې كوي جمهور رئيس محمد اشرف غني هلمند ته د يو ځانګړي سفر په ترڅ کې د دې ولایت اوسیدونکو ته ژمنه ورکړه چې په ټولو دولتي اداراتو کې اصلاحات راولي او د کمپاین پر مهال له هلمنديانو سره کړې ژمنې به پوره کوي.
جمهور رئيس غني پرون دوشنبه د ۲۱۵ ميوند قول اردو انګړ كې د كابيني او ملي شورا د يو شمېر غړو په حضول كې هلمنديانو ته وويل، د پوليسو په ليكو كې جدي اصلاحات راولي او په فساد ككړو كسانو سره به حساب وكړي.
جمهور رئيس زياته كړه، په هلمند كې يې د امنيت ټينګښت لومړيتوب دى او په دې برخه كې له ځايي مسوولينو، د قول اردو قومندان او ولايتي ادارې سره ځانګړې خبرې كوي: (( د هلمند پوليس به اصلاح كېږي، داخله وزير ته مې امر كړى چې د يوې ولسوالۍ قومندان زما له امضا پرته څوك نه شي مقررولى، زه د دې جرئت چې هر څوك د نظام په مخ كې درېږي او هلمند سره خيانت كوي نوم يې اعلان شي.))
جمهور رئيس غني د هلمند د پخواني قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د فساد په اړه هم يادونه وكړه او زياته يې كړه ګڼ شكايتونه ور رسېدلي چې په ثابتېدو سره يې نوموړى تر شلو كلونو پورې بندي كېداى شي.
جمهور رئيس همدا راز وويل، له هلمنديانو سره يې د كمپاين پر مهال د كجكي د بند جوړېدلو، د سړكونو جوړولو او خلكو ته د كرنيزو اساسي پروژو برابرولو ژمنې كړي چې په وينا يې دې وعدو ته ژمن دى او ډېر ژر به پرې كارونه پيل شي: (( زه ژمن يم چې كوم لوظ مې تاسو سره كړى دى په هر قيمت به يې عملي كوم.))
په غونډه كې د هلمند والي حيات الله حيات هم له جمهور رئيس څخه د هلمند د ستونزو د حل په ا ړه د غوښتنو تر څنګ وويل، له مركز څخه دې په پټو سترګو مقررۍ بندې شي او د هغو فاسدو اشخاصو دوسيې دې هم هلمند ته بېرته د څېړنې لپاره ور واستول شي چې په دې ولايت كې پر فساد تورن دي: (( د ټولو ملكي او نظامي ادارو په ارزونه بوخت يم چې راپور به يې در واستوم، هيله من يم چې تغير او تبديل ته د يو اصل په كتو به د هلمند د اداري اصلاح په برخه كې راسره مرسته وكړئ، همدا رنګه ځينې چارواكي چې په فساد ككړ دي له څارنوالۍ څخه يې خپلې دوسيې مركز ته تبديلې كړې دي چې ښه مثال يې د لښكرګاه پخوانى ښاروال دى، كه دې خلكو سره په مركز كې جدي چلند ونه شي او عدالت پرې پلى نه شي، نو دا د حكومتدارۍ په برخه كې پر اصلاحاتو بد اغېز كوي.))
والي هم تاييد كړه چې په دې ولايت كې د پوليسو په ليكو كې پراخ فساد دى او د پوليسو خيالي تشكيلاتو د هلمند امنيتي وضعيت لا پسې خراب كړى دى.
غونډې ته رالغي د هلمند يو جهادي مشر امر حفيظ الله خان بيا پر حكومت غږ وكړ چې د هلمند اوسنيو امنيتي تشكيلاتو ته په كتو وضعيت نه شي ارامېدلى.
هغه زياته كړه، په هلمند كې ګڼ امنيتي مسوولين د پيسو او واسطو په زور ټاكل كېږي.
د هلمند ولايتي شورا د امنيتي كمېتې مسوول بشير احمد شاكر بيا په خپلو خبرو كې وويل، په هلمند كې د طالبانو شمېر په هغه اندازه نه دى چې څنګه يې يادونه كېږي: (( دلته يو شمېر كړۍ د قدرت پر سر جګړه كې خپلې ګټې لټوي، دلته د ښار په شاوخوا كې ټولې ځمكې غصب دي، د ښار په شاوخوا كې لس كېلو متره شل كېلو متره پورې ځمكې غصب دي او د يو ښوونځي لپاره په كې ځمكه څوك نه پرېږدي.))
شاكر هم له جمهور رئيس غوښتنه وكړه چې په فساد كې له ښكېلو كسانو سره دې ژر تر ژره د حساب لړۍ پيل كړي.
هلمند ته جمهور رئيس غني په داسې حال كې سفر كړى چې څو ورځې وړاندې د هلمند د ولايتي شورا رئيس ويلي وو كه چېرې د هلمند امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي نو ۴۸ ساعتونو كې به دا ولايت سقوط شي، خو داسې ښكاري چې افغان ځواكونو دا وړاندوينه تر اوسه دروغ ثابته كړې ده.


