ads

جرمني د ښوونځيو په دوامداره څارنه كې له افغان حكومت سره مرسته كوي

د GIZ په نوم له افغانستان سره د جرمني د همكاريو موسسه د يوه داسې روزنيز پروګرام خبر وركوي، چې له مخې يې د پوهنې وزارت فني كار كوونكي، انجنيران او معماران روزل كېږي، چې څرنګه په هېواد كې د ښوونځيو د نوو جوړو شوو ودانيو دوامداره څارنه او ساتنه كړي.له يادې موسسې څخه كليد […]

نویسنده: TKG
18 غبرګولی 1395
جرمني د ښوونځيو په دوامداره څارنه كې له افغان حكومت سره مرسته كوي

د GIZ په نوم له افغانستان سره د جرمني د همكاريو موسسه د يوه داسې روزنيز پروګرام خبر وركوي، چې له مخې يې د پوهنې وزارت فني كار كوونكي، انجنيران او معماران روزل كېږي، چې څرنګه په هېواد كې د ښوونځيو د نوو جوړو شوو ودانيو دوامداره څارنه او ساتنه كړي.
له يادې موسسې څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په هغو څلوور ورکشاپونو كې، چې د المان حکومت په مرسته جوړ شوي وو، د بدخشان، بغلان، بلخ، تخار او سمنګان ولايتونو د پوهنې رياستونو انجنيران او تخنيکران، د آغا خان بنسټ، د شمالي افغانستان د ثبات جوړونې پروګرام او د فرانسې د تخنيکي همکارۍ او پراختيا ادارې استازي د ښوونځيو د ودانيو له پلان جوړونې تر عملياتي پړاوه اشنا شول. د GIZ په نوم له افغانستان سره د جرمني د همكاريو موسسه د يوه داسې روزنيز پروګرام خبر وركوي، چې له مخې يې د پوهنې وزارت فني كار كوونكي، انجنيران او معماران روزل كېږي، چې څرنګه په هېواد كې د ښوونځيو د نوو جوړو شوو ودانيو دوامداره څارنه او ساتنه كړي.
له يادې موسسې څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په هغو څلوور ورکشاپونو كې، چې د المان حکومت په مرسته جوړ شوي وو، د بدخشان، بغلان، بلخ، تخار او سمنګان ولايتونو د پوهنې رياستونو انجنيران او تخنيکران، د آغا خان بنسټ، د شمالي افغانستان د ثبات جوړونې پروګرام او د فرانسې د تخنيکي همکارۍ او پراختيا ادارې استازي د ښوونځيو د ودانيو له پلان جوړونې تر عملياتي پړاوه اشنا شول.
د سرچينې په وينا، د ښوونځيو د ودانيو د فعاليت، ساتنې او څارنې په  اړه لارښوونې مرسته كوي، چې ټول ښکېل لوري ډېر مسووليت پر غاړه واخلي، ترڅو د روزنې يو برابر چاپېريال رامنځته كړي او په ښوونځيو کې د روغتيا د ساتنې نورمونو ته سمون ورکړي.
په هېواد كې د ښوونځيو د ودانيو نه څارنه او ساتنه د پوهنې وزارت له لويو ستونزو څخه ده او په تېره څه باندې يوه لسيزه كې دې برخې د نه پاملرنې له كبله ډېرى نوې جوړې شوې ودانۍ تخريب او له منځه تللې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA