ads

اجرائيه رئيس د هلمند له مشرانو سره د دې ولايت پر وضعيت غږېدلى

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د هلمند له لسګونو قومي مشرانو سره د دغه ولايت پر امنيتي حالت خبرې وکړې.د هلمند د مرکز لښکرګاه او ولسواليو يادو قومي مشرانو په خپل ولايت كې د امنيتي وضعيت د بهبود لپاره د مرکزي ادارې د توجه غوښتنه وکړه او په وينا يې، د امنيتي […]

نویسنده: TKG
18 غبرګولی 1395
اجرائيه رئيس د هلمند له مشرانو سره د دې ولايت پر وضعيت غږېدلى

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د هلمند له لسګونو قومي مشرانو سره د دغه ولايت پر امنيتي حالت خبرې وکړې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه او ولسواليو يادو قومي مشرانو په خپل ولايت كې د امنيتي وضعيت د بهبود لپاره د مرکزي ادارې د توجه غوښتنه وکړه او په وينا يې، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې سمون او د هلمند ټولو برخو ته يو شان پاملرنه کولاى شي امنيتي ستونزې تر ډېره بريده حل کړي.
د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له قوله راغلي، چې مرکزي ادارې ټولو امنيتي ادارو ته د هلمند د امنيتي وضعيت د سمون لپاره واضحې لارښوونې کړي او ټول اړين امکانات يې ورته چمتو کړي دي. اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د هلمند له لسګونو قومي مشرانو سره د دغه ولايت پر امنيتي حالت خبرې وکړې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه او ولسواليو يادو قومي مشرانو په خپل ولايت كې د امنيتي وضعيت د بهبود لپاره د مرکزي ادارې د توجه غوښتنه وکړه او په وينا يې، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې سمون او د هلمند ټولو برخو ته يو شان پاملرنه کولاى شي امنيتي ستونزې تر ډېره بريده حل کړي.
د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له قوله راغلي، چې مرکزي ادارې ټولو امنيتي ادارو ته د هلمند د امنيتي وضعيت د سمون لپاره واضحې لارښوونې کړي او ټول اړين امکانات يې ورته چمتو کړي دي.
هغه يادونه وکړه، چې هلمند ته د تازه دمه سرتېرو له رسېدو سره سم په ډېرو ساحو کې وضعيت بهتر شوى، خو په خبره يې، د ملي امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات به تر هغې روان وي، ترڅو ټوله سيمه له مخالفينو پاکه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند د ولايتي شورا رئيس ويلي و، که دې ولايت ته د مرکزي ادارې له خوا جدي پاملرنه ونه شي، نو سقوط به وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA