ads

سرپل: د سانچارك د امنيت مدير او مرستيال په ګډون ۷ تنه ووژل شول

د سرپل چارواكي وايي، نن سهار  شا وخوا پنځه نيمې بجې د دې ولايت د سانچارك ولسوالي د امنيت مدير او  د هغه د مرستيال په ګډون  اووه تنه د طالبانو په يوه كمين كې وژل شوي دي. د سرپل چارواكي وايي، نن سهار  شا وخوا پنځه نيمې بجې د دې ولايت د سانچارك ولسوالي […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1395
سرپل: د سانچارك د امنيت مدير او مرستيال په ګډون ۷ تنه ووژل شول

د سرپل چارواكي وايي، نن سهار  شا وخوا پنځه نيمې بجې د دې ولايت د سانچارك ولسوالي د امنيت مدير او  د هغه د مرستيال په ګډون  اووه تنه د طالبانو په يوه كمين كې وژل شوي دي. د سرپل چارواكي وايي، نن سهار  شا وخوا پنځه نيمې بجې د دې ولايت د سانچارك ولسوالي د امنيت مدير او  د هغه د مرستيال په ګډون  اووه تنه د طالبانو په يوه كمين كې وژل شوي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، د امنيت مدير او مرستيال يې نن له يوې فاتحې وروسته ولسوالي ته په لاره وو چې د لنګر رضوان قل په سيمه كې د طالبانو له كمين سره مخ شول.
د ده په خبره، په دې نښته كې له دې دواړو پرته د ملي امنيت درې سرتيري، يو ملكي وګړى او يو ماشوم وژل شوي دي.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA