ads

د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۲۴ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو كې يې د خپلو ترسره شويو عملياتو په اوږدو كې څلرويشت طالبان وژلي او شپږ ويشت نور يې ټپيان كړي دي ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو كې يې د خپلو ترسره شويو عملياتو په اوږدو كې څلرويشت طالبان وژلي او […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1395
د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۲۴ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو كې يې د خپلو ترسره شويو عملياتو په اوږدو كې څلرويشت طالبان وژلي او شپږ ويشت نور يې ټپيان كړي دي ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو كې يې د خپلو ترسره شويو عملياتو په اوږدو كې څلرويشت طالبان وژلي او شپږ ويشت نور يې ټپيان كړي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې دا عمليات د کندهار، ننگرهار، کونړ، لوگر، پکتيکا، غزني، خوست، ميدان وردک، کندهار، روزگان، زابل، هرات، غور، فراه، بغلان،  بلخ، جوزجان، کندوز،  فراه، بادغيس، نورستان، کاپيسا، لغمان او  هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې  شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو كې د اتو وسله والو له نيول كېدو سربېره يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته لويدلي دي.
خبرپاڼه په دې عملياتو كې د ملي اردو د يوولسو سرتېرو د وژل كېدو خبر هم وركوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړ ه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA