د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شولګرې ولسوالۍ كې د دوو غير مسوول وسله والو قومندانانو په نښته كې څلور تنه وژل شوي د د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شولګرې ولسوالۍ كې د دوو غير مسوول وسله والو قومندانانو په نښته كې څلور تنه وژل شوي دي.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دوراني كليد ته وويل، دا قومندانان وړاندې هم سره مخامخ شوي وو، خو دا ځل يې په نښته كې له دواړو ډلو څلور تنه وژل شوي دي.
دورانى كه څه هم د پېښې د رامنځته كېدو د علت په اړه معلومات نه لري، مګر وايي چې دا ډول نښتې د ځمكو او كورنيو ستونزو له كبله رامنځته كېږي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د بلخ په يو شمېر سيمو كې ناامنۍ د خلكو اندېښنې راپورته كړي دي.


