وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژلې ده.
د فارياب د والي ویاند احمد جاوید بیدار کلید ته وویل، وسله والو طالبانو دا ښځه پرون د شيرین تګاب په اسلام قلعه کلي كې په ډزو ويشتلې ده.
بيدار زياته كړه، وژل شوې ښځې يو غريب كاره خاوند او درې ماشومان لرل چې اوس يې د قتل د عاملينو په نيولو پسې هڅې روانې دي.
بل لور ته د شيرين تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک وايي، د وژل شوې ښځې پلار په سيمه ييزو پولیسو کې دنده ترسره کوله او وسله والو طالبانو دغه میرمن په همدې جرم وژلې ده. وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژلې ده.
د فارياب د والي ویاند احمد جاوید بیدار کلید ته وویل، وسله والو طالبانو دا ښځه پرون د شيرین تګاب په اسلام قلعه کلي كې په ډزو ويشتلې ده.
بيدار زياته كړه، وژل شوې ښځې يو غريب كاره خاوند او درې ماشومان لرل چې اوس يې د قتل د عاملينو په نيولو پسې هڅې روانې دي.
بل لور ته د شيرين تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک وايي، د وژل شوې ښځې پلار په سيمه ييزو پولیسو کې دنده ترسره کوله او وسله والو طالبانو دغه میرمن په همدې جرم وژلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .
د یادولو وړه ده چې له دې پیښې دوه ورځې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له کبله د فاریاب ولایت په پښتونکوت ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه میرمن په ډزو سره وژل شوې چې پولیسو د دې پیښې په تړاو د وژل شوې میرمنې مېړه او خسر نیولي دي .


