ads

هلمند او نيمروز كې د ملي ځواكونو عمليات، د ۲ قومندانانو په ګډن ۴۷ وسله وال مړه، ۳۰ ټپيان

د هلمند په ګرشك او د نېمروز په خاشرود كې د خنجر صفر ۱۳ علياتو په تازه مورد كې د دوه قومندانانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په دې اړه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، بيګا شپه ګڼو وسله والو […]

نویسنده: TKG
16 غبرګولی 1395
هلمند او نيمروز كې د ملي ځواكونو عمليات، د ۲ قومندانانو په ګډن ۴۷ وسله وال مړه، ۳۰ ټپيان

د هلمند په ګرشك او د نېمروز په خاشرود كې د خنجر صفر ۱۳ علياتو په تازه مورد كې د دوه قومندانانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په دې اړه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، بيګا شپه ګڼو وسله والو په ګرشك كې د افغان ځواكونو پر يوه پوسته بريد كړى چې په ځوابي ډزو كې د وسله والو طالبانو له ډلې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه نښته كې له وسله والو پاتې شوي ۴ كلاشنكوفونه، ۱ قبضه روسى بم انداز، ۳ قبضې ليزر لرونكي راكټونه، ۲ پايې ايكم مخابرې، ۱۱ شاجورونه، ۲۴ فيره د راكټ مرمۍ، ۳ فيره ۸۲ ملي متري توپونه او ۳ كړۍ لاسي بمونه د هلمند قول اردو دوهم كنډك د ثقيله ټولي منسوبينو لاس ته ورغلي دي. د هلمند په ګرشك او د نېمروز په خاشرود كې د خنجر صفر ۱۳ علياتو په تازه مورد كې د دوه قومندانانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په دې اړه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، بيګا شپه ګڼو وسله والو په ګرشك كې د افغان ځواكونو پر يوه پوسته بريد كړى چې په ځوابي ډزو كې د وسله والو طالبانو له ډلې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه نښته كې له وسله والو پاتې شوي ۴ كلاشنكوفونه، ۱ قبضه روسى بم انداز، ۳ قبضې ليزر لرونكي راكټونه، ۲ پايې ايكم مخابرې، ۱۱ شاجورونه، ۲۴ فيره د راكټ مرمۍ، ۳ فيره ۸۲ ملي متري توپونه او ۳ كړۍ لاسي بمونه د هلمند قول اردو دوهم كنډك د ثقيله ټولي منسوبينو لاس ته ورغلي دي.
سرچينه همدا راز وايي، د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ كې هم د ملي اردو په مشرۍ عماليتو كې ۷ تنه  وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په حواله په همدې ولسوالۍ كې پر وسله والو مخالفينو خپل ماين هم الوتى چې ۵ تنه مخالفين په كې وژل شوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA