د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولايت په هسکه مېنه کې د بې پېلوټه برید له امله شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پرون ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ په (الیاس بابا) سیمه کې د داعش وسله والو په یوه ټونس ډوله موټر باندې د بې پيلوټه برید له امله شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبر پاڼه وایي، په دغه برید کې د وسله والو یو شمېر وسله هم له منځه تللې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ