په ولسي جرګې كې د كابل د خلكو استازى او د پوهنې وزارت د پخواني وزير فاروق وردګ ورور شيرولي وردګ نن په كابل كې د سړك غاړې ماين چاودنه كې ووژل شو.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله ټوېټر پاڼه ليكلي چې له نوموړي سره په دغه پېښه كې ۱۱ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
پېښه نن مازديګر د كابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند قمبر څلور لارې ته څېرمه د شيرولي وردګ د كور مخې ته رامنځته شوې.

دا په داسې حال كې ده چې نن د لوګر پر استناف څارنوالۍ او محكمې په ډله ييز بريد كې هم د څارنوال په ګډون ۲۹ تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې.