نن د لوګر ولايت پر محكمې او څارنوالۍ د دولت د وسله والو مخالفينو په ډله ييز بريد كې ۲۹ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې په دغه بريد كې د لوګر استناف څارنوالۍ د رئيس محمد اكرام نجات په ګډون ۶ كسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
د صالح په خبره، وسله والو د سهار په لس نيمو بجو د دغه ولايت پر محكمې او څارنوالۍ ډله ييز بريد وكړ چې تر ۱۲ بجو يې دوام وكړ.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. نن د لوګر ولايت پر محكمې او څارنوالۍ د دولت د وسله والو مخالفينو په ډله ييز بريد كې ۲۹ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې په دغه بريد كې د لوګر استناف څارنوالۍ د رئيس محمد اكرام نجات په ګډون ۶ كسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
د صالح په خبره، وسله والو د سهار په لس نيمو بجو د دغه ولايت پر محكمې او څارنوالۍ ډله ييز بريد وكړ چې تر ۱۲ بجو يې دوام وكړ.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د غزني پر استيناف محکمې هم ډله ييز بريد شوى و.


