څو شيبې وړاندې د ځانمرګو يوې ډلې د لوګر ولايت پر استيناف محكمې ډله ييز بريد كړى دى.
راپورونه وايي، ځانمرګي بريدګر درې كسان دي او له نظامي لباس نه په استفادې د محكمې انګړ ته ننوتي دي چې تر اوسه يې دوه تنه د امنيتي ځواكونو له لوري وژل شوي دي.
د لوګر والي محمد حليم فدايي تاييدوي چې تر دا مهاله دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي او يوازې يو تن يې په ودانۍ كې پټ شوى دى. څو شيبې وړاندې د ځانمرګو يوې ډلې د لوګر ولايت پر استيناف محكمې ډله ييز بريد كړى دى.
راپورونه وايي، ځانمرګي بريدګر درې كسان دي او له نظامي لباس نه په استفادې د محكمې انګړ ته ننوتي دي چې تر اوسه يې دوه تنه د امنيتي ځواكونو له لوري وژل شوي دي.
د لوګر والي محمد حليم فدايي تاييدوي چې تر دا مهاله دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي او يوازې يو تن يې په ودانۍ كې پټ شوى دى.
حليم فدايي، د دغې پېښې د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني په استيناف محكمه هم ورته بريد شوى و چې طالبانو يې پړه پر غاړه اخستې وه.


