په كندوز ولایت کې د تېرې سی شنبې په ورځ د تښتول شویو ۱۷۰ تنه مسافرو له ډلې ۶ تنه یې لا هم له وسله والو طالبانو سره دي چې د خوشې كولو په اړه يې طالبانو ځينې شرطونه ايښي دي.
د كندوز ولایت د علي اباد ولسوال حیات الله فقیریار کلید ته وویل، وسله وال طالبان د مساپرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو هغه اسیرانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې د كندوز په تېرو جګړو کې دولت نیولي وو.
خو د كندوز د والي ویاند سید محمود دانش د علي اباد د ولسوال خبرې ردوي او وایي، تر دی دمه وسله والو طالبانو کومه مشخصه غوښتنه نه ده کړې. په كندوز ولایت کې د تېرې سی شنبې په ورځ د تښتول شویو ۱۷۰ تنه مسافرو له ډلې ۶ تنه یې لا هم له وسله والو طالبانو سره دي چې د خوشې كولو په اړه يې طالبانو ځينې شرطونه ايښي دي.
د كندوز ولایت د علي اباد ولسوال حیات الله فقیریار کلید ته وویل، وسله وال طالبان د مساپرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو هغه اسیرانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې د كندوز په تېرو جګړو کې دولت نیولي وو.
خو د كندوز د والي ویاند سید محمود دانش د علي اباد د ولسوال خبرې ردوي او وایي، تر دی دمه وسله والو طالبانو کومه مشخصه غوښتنه نه ده کړې.
د والي ویاند زیاته کړه، دوی کوښښ کوي چې مساپر د مخورو سپین ږیرو د خبرو له لارې راخوشې کړي.
د یادونې وړ ده چې نږدې ۵ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د كندوز- کابل د لويې لارې په اوږدو كې ۱۷۰ تنه مساپر له موټرو ښكته کړل او له ځانه سره یوړل چې له ډلې يې ۱۲ تنه ځاى پر ځاى ووژل خو له شپږ كسانو پرته يې نور ټول خوشې كړل.


