په ماليزيا کې د اسلامي مطالعاتو د نړيوال انسټيټيوټ مشر وايي، د طالبانو دا ادعا چې دوى په هيواد کې اسلامي شريعت غواړي، ډيره مؤثقه نه ده ځکه په وينا يې اوس هم په افغانستان کې شريعت پلى کېږي.
د دغه انسټيټيوټ مشر محمدهاشم کمالي چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې له تاوتريخوالي ډکې سخت دريځۍ سره د مقابلې ترنامه لاندې يوه کنفرانس کې خبرې کولې وويل، چې د افغانستان ډيرى قوانين يا له اسلامي شريعت څخه اخيستل شوي او يا ورسره موافق دي: (( د اساسي قوانينو پر اساس د افغانستان محاكم شريعت تطبيقوي، د افغانستان قوانين يا له شريعته اخستل شوي او يا ورسره موافق دي، ځينې مواد چې د بانكدارۍ او نورو برخو كې له پخوا پاتې دي، شايد هغه د تعديل وړ وي.)) په ماليزيا کې د اسلامي مطالعاتو د نړيوال انسټيټيوټ مشر وايي، د طالبانو دا ادعا چې دوى په هيواد کې اسلامي شريعت غواړي، ډيره مؤثقه نه ده ځکه په وينا يې اوس هم په افغانستان کې شريعت پلى کېږي.
د دغه انسټيټيوټ مشر محمدهاشم کمالي چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې له تاوتريخوالي ډکې سخت دريځۍ سره د مقابلې ترنامه لاندې يوه کنفرانس کې خبرې کولې وويل، چې د افغانستان ډيرى قوانين يا له اسلامي شريعت څخه اخيستل شوي او يا ورسره موافق دي: (( د اساسي قوانينو پر اساس د افغانستان محاكم شريعت تطبيقوي، د افغانستان قوانين يا له شريعته اخستل شوي او يا ورسره موافق دي، ځينې مواد چې د بانكدارۍ او نورو برخو كې له پخوا پاتې دي، شايد هغه د تعديل وړ وي.))
محمدهاشم کمالي زياتوي په اسلامي نړۍ کې چې وروستۍ څېړنې شوي، نو دا ښيي چې د وروستيو شخړو او ځانمرګو بريدونو يوازنى لامل په اسلامي هيوادونو کې د امريکا مداخلې دي.
دغه دوه ورځنى کنفرانس په كابل كې د کپو په نامه موسسې له خوا په لاره اچول شوى و.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل دا نيوکه کوي، چې د سيمه ييزو هيوادونو سخت دريځې ډلې په افغانستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو سره مرسته کوي او د دولت پر ضد جنګيږي.


