د خوست كمپاين ځواكونو بيګا شپه د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند د موتخیلو په سیمه كې د يوې كورنۍ درې غړي وژلي دي.
وژل شوي کسان دوه وروڼه او یو یې د تره زوی دی.
د كمپاين ځواكونو په لاس د قتل شويو كسانو د كورنۍ يو غړي کریم کلید ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې دوه د ملي اردو پخواني سرتیري دي.
ده وویل، چې د شپې په دوو بجو د کمپاین په نوم ځواکونو د دوی د تره زامن لاس تړلي ووژل: (( بيګا شپه دوه بجې كمپاين ځواكونو پر موږ چاپه واچوله، د كورنۍ دوه كسانو مو ترخيصونه اخستي وو، خو دوى ووژل، يو يې ملكي وواژه، درې ميله وسله يې وړې، يو بندي يې وړى و خو هغه يې بېرته راخوشې كړى دى.))

د خوست د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ چارواکي هم د تېرې شپې عملیات تاییدوي خو د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کوي، خو د خوست ولایت مقام وایي، دوی له پیښې خبر دي خو له دقیقو معلوماتو وروسته به یې جزيات له رسنیو سره شریک کړې.
دا په داسې حال كې ده چې په خوست كې د کمپاین په نوم ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وایي، څو كاله وړاندې هم د دوی د کور مخې ته د چاویدونکو توکو ډک موټر درول شوی و، چې د کورنۍ دوه غړي يې په کې وژل شوي وو.
کمپاین ځواکونه افغانان دي خو په سیمه کې د میشتو امریکایي ځواکونو په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
دوی په خوست کې رسنیزه اداره هم نه لري چې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ