د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۳ په نوم جګړه ييز عملیات پيل شوي، چې چارواکي په کې د ۲۹ تنو داعش وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات د کوټ ولسوالۍ په اړوند کې د ګډو افغان ځواکونو لخوا ترسره کیږي، چې پرمهال یي ۱۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
خبر پاڼه وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی. د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۳ په نوم جګړه ييز عملیات پيل شوي، چې چارواکي په کې د ۲۹ تنو داعش وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات د کوټ ولسوالۍ په اړوند کې د ګډو افغان ځواکونو لخوا ترسره کیږي، چې پرمهال یي ۱۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
خبر پاڼه وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته سرچینه وایي، چې نن سهار یي د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د الماس ۱۰ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړي دي.


