د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د یو ميلیون افغانیو په ارزښت یي پنځلس ټنه تاریخ تېري، غیر معیاري خوراکي توکي او مشروبات وسوځول.
چارواکي وایي، دغه توکي یې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې را ټول کړي وو.
د جلال اباد ښاروالۍ د پلټنې مدیر شفیع الله ستانکزي له کلید سره په خبرو کې وویل، دا مواد د دوی د ګرځنده ټیمونو له لوري د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د ښار په بیلا بیلو ناحیو کې شاوخوا ۱۵ ټنه هغه خوراکي توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیرې وو راټول شوي. د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د یو ميلیون افغانیو په ارزښت یي پنځلس ټنه تاریخ تېري، غیر معیاري خوراکي توکي او مشروبات وسوځول.
چارواکي وایي، دغه توکي یې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې را ټول کړي وو.
د جلال اباد ښاروالۍ د پلټنې مدیر شفیع الله ستانکزي له کلید سره په خبرو کې وویل، دا مواد د دوی د ګرځنده ټیمونو له لوري د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د ښار په بیلا بیلو ناحیو کې شاوخوا ۱۵ ټنه هغه خوراکي توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیرې وو راټول شوي.
نوموړی وایي، که د ګمرک ریاست له لوري د بې کیفیته توکو مخنیوی ونه شي، نو لرې نه ده چې خلک به په بیلا بیلو ناروغیو اخته شي: (( د ګمرك رياست بايد بې كيفيته توكي په ګمرك كې دننه محصول نه كړي، دوى په دې برخه كې كار كړى هم دى خو هيله ترې كوو چې لا په دې اړه دقت وكړي.))
د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي په داسې حال کې د تاریخ تېرو او بې کیفیته خوراکي توکو د راټولولو خبره کوي، چې د شنونکو په باور له پاکستان هره ورځ په قاچاقي ډول په ټنونه بې کیفیته خوراکي توکي او دارو درمل دغه ولایت ته راځي.


