ټاکل شوې روانه مياشت د امريکا د بهرنيو چارو وزير متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي.
النشره خبري شبکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ويلي، چې جان کېري به د روانې جون مياشتې په اتمه او نهمه نېټه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر په مهال د يو لړ مسايلو په هدف د دغو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.
د ياد سفر هدف په منځني ختيځ کې له داعش سره مبارزه او د سيمې د حالاتو جاج اخيستل ياد شوي دي. ټاکل شوې روانه مياشت د امريکا د بهرنيو چارو وزير متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي.
النشره خبري شبکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ويلي، چې جان کېري به د روانې جون مياشتې په اتمه او نهمه نېټه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر په مهال د يو لړ مسايلو په هدف د دغو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.
د ياد سفر هدف په منځني ختيځ کې له داعش سره مبارزه او د سيمې د حالاتو جاج اخيستل ياد شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير به لومړى متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او ترې وروسته به سعودي چارواکو سره د ليدنې په هدف جدې ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جان کېري څو اونۍ وړاندې هم سعودي عربستان ته سفر درلود.


