ads

افغان پرمختيايي لوبډلې له حبيب بانك سره ۴ يو ورځنۍ لوبې مساوي كړې

د افغانستان كركټ بورډ پرمختيايي لوبډلې له خوا په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په درېيو ويکټو ماتې ورکولو سره، د دواړو لوبډلو ترمنځ د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده.د دغو لوبډلو ترمنځ وروستۍ يو ورځنۍ لوبه تېره ورځ د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې […]

نویسنده: TKG
16 غبرګولی 1395
افغان پرمختيايي لوبډلې له حبيب بانك سره ۴ يو ورځنۍ لوبې مساوي كړې

د افغانستان كركټ بورډ پرمختيايي لوبډلې له خوا په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په درېيو ويکټو ماتې ورکولو سره، د دواړو لوبډلو ترمنځ د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده.
د دغو لوبډلو ترمنځ وروستۍ يو ورځنۍ لوبه تېره ورځ د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د افغانستان كركټ بورډ پرمختيايي لوبډلې له خوا په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په درېيو ويکټو ماتې ورکولو سره، د دواړو لوبډلو ترمنځ د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده.
د دغو لوبډلو ترمنځ وروستۍ يو ورځنۍ لوبه تېره ورځ د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پاکستان حبيب بانک لوبډلې په ټاکلو څلوېښتو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې جوړې کړې، خو د افغانستان كركټ بورډ پرمختيايي لوبډلې ورکړل شوى هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د لوبو د پاى مراسمو كې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري لوبغاړو او لوبډلو ته نغدي جايزې او جامونه ورکړل شول. 
دا چې د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده، د افغانستان کرکټ بورډ له دې كبله، چې د پاکستان حبيب بانک لوبډله مېلمه وه، نغدي جايزه او جام يې هم ورکړ.
تر دې مخكې د افغانستان كركټ بورډ پرمختيايي لوبډلې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې څخه د څلور ورځنيو لوبو لړۍ ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA