په اسټراليا کې د سخت طوفاني باران له كبله لسګونه کلي اوبو لاندې كړي، زيات شمېر موټرونه اوبو وړي دي او همدا راز دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ژغورونکو خلکو ته پخپلو کورونو کې د اوسېدو سپارښتنه کړې ده.
د سخت طوفاني باران له كبله د سمندر د اوبو کچه لوړه شوې او ډېرى سړکونو کې اوبو سيندونه جوړ کړي دي.
بلخوا د امريکا کلفورنيا ايالت شمالي برخو کې په ځنګل کې اورلګېدنه له کنټروله وتلې، چې له کبله يې زرګونه جريبه ځنګلونه او شنې ورشوګانې سوځېدلې دي. په اسټراليا کې د سخت طوفاني باران له كبله لسګونه کلي اوبو لاندې كړي، زيات شمېر موټرونه اوبو وړي دي او همدا راز دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ژغورونکو خلکو ته پخپلو کورونو کې د اوسېدو سپارښتنه کړې ده.
د سخت طوفاني باران له كبله د سمندر د اوبو کچه لوړه شوې او ډېرى سړکونو کې اوبو سيندونه جوړ کړي دي.
بلخوا د امريکا کلفورنيا ايالت شمالي برخو کې په ځنګل کې اورلګېدنه له کنټروله وتلې، چې له کبله يې زرګونه جريبه ځنګلونه او شنې ورشوګانې سوځېدلې دي.
پوليسو له سيمې سلګونو کورنيو ته د وتلو امر کړى.
ژغورونکي هڅه کوي، چې د الوتكو له لارې د اوبو او کېمياوي موادو په مټ اور مړ کړي.


