ads

په امريكا كې د سېلاب له كبله څلور ورك شوي مړي وموندل شول

په امريکا کې د سېلاب له كبله د څلورو ورکو شوو سرتېرو مړي موندل شوي دي.رپوټونه وايي، پېښه پرون د امريکا ټکساس ايالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په سېلابي اوبو کې د پوځيانو يو موټر چپه شو.ياده سيمه کې پوځيان په نظامي تمرينونو بوخت وو، چې موټر يې په سېلابي اوبو کې ګير […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1395
په امريكا كې د سېلاب له كبله څلور ورك شوي مړي وموندل شول

په امريکا کې د سېلاب له كبله د څلورو ورکو شوو سرتېرو مړي موندل شوي دي.
رپوټونه وايي، پېښه پرون د امريکا ټکساس ايالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په سېلابي اوبو کې د پوځيانو يو موټر چپه شو.
ياده سيمه کې پوځيان په نظامي تمرينونو بوخت وو، چې موټر يې په سېلابي اوبو کې ګير شو او څلور پوځيان يې په اوبو کې ډوب شول.
امريکايي چارواکو ويلي، چې پرون په ياده پېښه کې پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى و او څلور نور سرتېري لادرکه وو، چې وروسته يې مړي وموندل شول. په امريکا کې د سېلاب له كبله د څلورو ورکو شوو سرتېرو مړي موندل شوي دي.
رپوټونه وايي، پېښه پرون د امريکا ټکساس ايالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په سېلابي اوبو کې د پوځيانو يو موټر چپه شو.
ياده سيمه کې پوځيان په نظامي تمرينونو بوخت وو، چې موټر يې په سېلابي اوبو کې ګير شو او څلور پوځيان يې په اوبو کې ډوب شول.
امريکايي چارواکو ويلي، چې پرون په ياده پېښه کې پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى و او څلور نور سرتېري لادرکه وو، چې وروسته يې مړي وموندل شول.
ژغورونكو ويلي، چې له سېلاب څخه يې درې کسان ژغورلي هم دي.
د امريکا ټکساس ايالت په ګډون په يو شمېر سيمو کې د سخت باران له كبله سېلابونه راوتلي، چې د ځاني زيانونو ترڅنګ يې ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA