جمهوري ریاست وايي، چې د هرات ولایت علماو، روحانیونو او متنفذینو په منسجم ډول د حکومت له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ.
د ارګ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات ولسونو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زیات او جدي اقدام وکړي او په ادارو کې کار اهل ته وسپارل شي.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې چې نن کلید ته راستول شوې یادونه شوې، چې دغه کتنه پرون د هرات ولایت مقام کې ترسره شوې ده.
د هرات ولایت علماو، روحانیونو او مشرانو څرګنده کړه، چې د قانون حاکمیت باید سراسري شي او د زورواکو او غیر مسوولو افرادو د فعالیت مخنیوی وشي. هغوی ټینګار وکړ، دولت باید له زورواکانو څخه غصب شوې دولتي ځمکې وګرځوي.

خبرپاڼه کاږي، چې محمد اشرف غني د هغوی د خبرو له اورېدلو وروسته وویل، له هغو افرادو سره چې د هېواد امنیت له خطر سره مخ کوي جدي چلند کېږي. هغه څرګنده کړه، حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې نوي او عملي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې له یو شمېر علماو، روحانیونو او مشرانو سره د لمانځه د اداکولو په موخه د هرات لوی جامع جومات ته لاړ او د دې جومات بېلابېلې برخې یې وکتلې.
جمهور رئيس غني نن د دې ولايت په چشت ولسوالۍ كې د افغان- هند دوستۍ سلما بند د هندوستان له صدراعظم ناريندرا مودي سره يو ځاى پرانيست.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ