د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سلما بند پرانستې دا هم وښوده، چې د ملي یووالي حکومت خپله ډېره پاملرنه اقتصادي ودې او پراختیا ته اړولې ده.
د اجرائیه ریاست په یوې اعلامیه کې چې د سلما بند د پرانستل کېدو په اړه خپره شوې، په کې د ډاكټر عبدالله له قوله د دغه بند د پرانستې مبارکي افغان ملت او د هند ټولو وګړو ته وركړل شوې ده.

هغه د خپل پیغام په یوه برخه کې یادونه کړې، چې نن د افغانستان لپاره د خوښۍ او د پرمختګ په لور د یوه بل مثبت او اغېزمن ګام د اخیستو ورځ ده.
د یادولو وړ ده، چې د سلما بند چې د هند او افغانستان د دوستۍ د بند نوم ورکړل شوی، نن رسماً په هرات ولایت کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د او هند د لومړي وزیر ناریندرا مودي په لاسونو پرانستل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ