ads

د ننګرهار په كوټ كې تصفيوي عمليات، ۹ داعشيان مړه، ۷ ټپيان

د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په خورګۍ او وچ کوټ سيمو کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي .د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمد حريفي وايي، چې د دغو […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1395
د ننګرهار په كوټ كې تصفيوي عمليات، ۹ داعشيان مړه، ۷ ټپيان

د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په خورګۍ او وچ کوټ سيمو کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي .
د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمد حريفي وايي، چې د دغو عملياتو هدف سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکول دي .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د ملي امنيت د رئيس له قوله راغلي، هغه سيمې چې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شي، په کې به د ملي امنيت رياست په مالي او تخنيکي ملاتړ شاوخوا درې سوه تنه پاڅون کوونکي ځاى پر ځاى شي . د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په خورګۍ او وچ کوټ سيمو کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي .
د ننګرهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمد حريفي وايي، چې د دغو عملياتو هدف سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکول دي .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د ملي امنيت د رئيس له قوله راغلي، هغه سيمې چې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شي، په کې به د ملي امنيت رياست په مالي او تخنيکي ملاتړ شاوخوا درې سوه تنه پاڅون کوونکي ځاى پر ځاى شي .
د کوټ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو له پيل شوو عملياتو د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خپلې سيمې د امنيت ټينګښت لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA