ads

د كراچۍ د پوليسو د مشر په كور وسله وال بريد، تلفات نامعلوم

د پاکستان د ستر سوداګريز ښار کراچۍ د پوليسو د مشر قمر احمد پر کور نامعلومو وسله والو ډزې کړې دي، چې تراوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.پېښه تېره شپه د کراچۍ ګلستان جوهر سيمه کې رامنځته شوې ده.د پوليسو ياد افسر وايي، نامعلومو موټر سايکل سپرو وسله والو […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1395
د كراچۍ د پوليسو د مشر په كور وسله وال بريد، تلفات نامعلوم

د پاکستان د ستر سوداګريز ښار کراچۍ د پوليسو د مشر قمر احمد پر کور نامعلومو وسله والو ډزې کړې دي، چې تراوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
پېښه تېره شپه د کراچۍ ګلستان جوهر سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو ياد افسر وايي، نامعلومو موټر سايکل سپرو وسله والو يې پر کور د سپکو وسلو بريد وكړ، چې له مقاومت سره مخ شول او تر نښتې وروسته وسله وال وتښتېدل. د پاکستان د ستر سوداګريز ښار کراچۍ د پوليسو د مشر قمر احمد پر کور نامعلومو وسله والو ډزې کړې دي، چې تراوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
پېښه تېره شپه د کراچۍ ګلستان جوهر سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو ياد افسر وايي، نامعلومو موټر سايکل سپرو وسله والو يې پر کور د سپکو وسلو بريد وكړ، چې له مقاومت سره مخ شول او تر نښتې وروسته وسله وال وتښتېدل.
نوموړى زياتوي، چې په کراچۍ کې د وسله والو په ضد د پيل شوو عملياتو په غبرګون کې دى په نښه شوى دى.
د پوليسو په وينا، د وسله والو د موندلو هڅې يې پيل کړي او ټوله شپه يې د پوليسو د مشر د کور شاوخوا امنيتي تدابير سخت کړي وو.
په ورته وخت کې بيا د پوليسو په عملياتو کې د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې شپږ مشکوک وسله وال او ورانکاري نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون او وړمه ورځ هم د کراچۍ په يو شمېر سيمو کې د هدفي وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA