خونیان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ مرکز ته نږدې په اووه کیلومترۍ کې پرته سیمه ده. ویل کېږي دا د غزني ولایت هغه سیمه ده چې په لومړي ځل په کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات جوړ شول. راپورونه ښيي چې تر اوسه د دغې سیمې ۴۵تنه ځوانان چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې دندې اجرا کولې وژل شوي دي، خو په نتیجه کې یې د شاوخوا ۱۸۰ کلیو اوسېدونکي د ارامۍ او هوساینې ساه اخلي.
خونیانو ته چې لاړئ شي د نوې جوړې شوې هدیرې په اړه به ډېرې کیسې او داستانونه واورئ. دا هماغه هدیره ده چې د خونیانو ۴۵ تنه ځوانان په کې په ابدي خوب ویده دي او خپلې هیلې یې له ځانه سره خاورو ته وړې دي.

عبــدالـشـکـور چـې د خـونیـانــو پـه کلــي کـې د سیمه ییزو پولیسو د یوې پوستې قومندان دی وايي چې د سنګر ډېر شمېر ملګري یې له لاسه ورکړي دي. نوموړی وايي چې په دغو کسانو ډېر شمېر یې د ده د ماشومتوب او ځوانۍ پرمهال ملګري پاتې شوي: (( ۴۵تنه ملګري مې په خپلو لاسونو خاورې ته سپارلي دي، دوی زموږ د کلي وو او د ژوند په ټولو خوږو او ترخو کې راسره یو ځای وو.))
عبدالشکور وايي چې اوس یې له ملګرو او همسنګرو فقط خاطرې پاتې دي او هغه شیبې یادوي چې دوی به د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پرمهال پټ پټوني، خوسی، توب ډنډه او نورې لوبې سره کولې. د سیمه ییزو پولیسو دغه قومندان د کلید خبریال ته ویلي چې تر هر څه ډېر یې د خپلو ملګرو یتیمان ژړوي: ((یتیمان یې پاتې دي، کوچني بچیان یې د قبرونو سر ته راځي او په یوه ناخبره دنیا کې د پلار قبر ته څېرمه نیالګي ته اوبه ورکوي او لوبې کوي.))
قومندان عبدالشـکـور زیــاتــوي چــې د وژل شـویو سیمه ییزو پولیسو کورنۍ او ماشومان په بد حالت کې دي، خو حکومت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې: (( موږ خپله وسه کوو، خو حکومت چندان همکاري نه کوي، حتا د شهیدانو او معلولینو ریاست له ادرسه یې څوک کورنیو ته معاش هم نه ورکوي.))
۱۱کلن عین الدین د قره باغ ولسوالۍ د خونیان اوسېدونکی دی. شاوخوا ۶ میاشتې مخکې یې پلار حبیب الله چې په بلوڅي مشهور وو او د قره باغ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندانۍ مرستیال وو، په یوه چاودنه کې ووژل شو. نوموړی وايي:(( زما لوی ارمان په وطن کې سوله ده، له حکومت نه نور هېڅ نه غواړم.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ