ads

د بحرين له يوه زندانه ۱۲۰ زندانيان تښتېدلي دي

رپوټونه وايي، د بحرين له يو زندانه د شلو زندانيانو تر تښتېدو وروسته امنيتي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوى دى.د البحرين اليوم په نوم خبري شبکې د چارواکو له قوله ويلي، ياد زندانيان پرون مازيګر مهال له زندانه په داسې حال کې په تېښته بريالي شوي، چې وسلې هم ورسره وې.د دغه رپوټ له […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1395
د بحرين له يوه زندانه ۱۲۰ زندانيان تښتېدلي دي

رپوټونه وايي، د بحرين له يو زندانه د شلو زندانيانو تر تښتېدو وروسته امنيتي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوى دى.
د البحرين اليوم په نوم خبري شبکې د چارواکو له قوله ويلي، ياد زندانيان پرون مازيګر مهال له زندانه په داسې حال کې په تېښته بريالي شوي، چې وسلې هم ورسره وې.
د دغه رپوټ له مخې، تراوسه د بحرين د کورنيو چارو وزارت د زندانيانو د تېښتې خبر نه تاييد او نه هم رد کړى دى.
پوليسو د الحوض الجاف محبس ټولې لويې لارې د ټرافيکو پر مخ تړلي او د تښتېدلو زندانيانو د موندلو هڅې يې پيل کړې دي.
په بحرين کې په دې وروستيو کې د سني حکومت په ضد د شيعه ګانو يو شمېر ګوندونو اعتراضونه پيل کړي او په يو شمېر سيمو کې د تاوتريخوالي رپوټونه هم ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA