ads

خوست ښاروالۍ او خوشال فكري بهير د چاپېريال ساتنې ورځ ونمانځله

خوشال فكري بهير او خوست ښاروالۍ د  غبرګولي پنځلسمه د چاپېريال ساتنې د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځله.د نمانځنې په دغه غونډه کې ځوانانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې پر غړو سربېره د دولتي ادرو مسوولینو او استازو هم برخه اخیستې وه.په غونډه کې لومړۍ د چاپيریال ساتنې د نړیوالې ورځې […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1395
خوست ښاروالۍ او خوشال فكري بهير د چاپېريال ساتنې ورځ ونمانځله

خوشال فكري بهير او خوست ښاروالۍ د  غبرګولي پنځلسمه د چاپېريال ساتنې د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځله.
د نمانځنې په دغه غونډه کې ځوانانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې پر غړو سربېره د دولتي ادرو مسوولینو او استازو هم برخه اخیستې وه.
په غونډه کې لومړۍ د چاپيریال ساتنې د نړیوالې ورځې د ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول او د چاپیریال ساتنې په ارزښت ټینګار وشو.
له غونډې وروسته د خوست له عامې روغتیا ریاست څخه تر الفتح لیسې پورې عامه سړک په ډله ييز ډول جارو او پاک كړاى شو.

په خوست کې د خوشال فکري  بهیر یو تن استازي نصیر احمد روښان د دغې غونډې او كمپاين په اړه کلید ته وویل، د چاپېريال ساتنې د ورځې له نمانځلو او د اشر له راغوښتلو څخه یې موخه خلکو ته د پاک چاپیریال ارزښت په ګوته کول او دوی ته د عامه پوهاوي ورکول وو.
د نورو ګڼو کسانو ترڅنګ د خوست ښاروالۍ مسوولینو او ښاروال هم په دغه اشر او غونډه کې برخه اخیستې وه.
د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی وایي، د ښاروالۍ ریاست د تنظیف کارکوونکي کم دي نو ولس ته په كار ده، چې د چاپیریال په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
دا ورځ په خوست کې داسې مهال نمانځل کیږي، چې د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین د خوست ښار اوسنی چاپيریال د اندیښنې وړ بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA