ads

“کډوالو سره چلند او د هغوى د دوسيو څېړل بايد د قوانينو مطابق وي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په كابل كې د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فالون سره د ليدنې په مهال وويل، چې له کډوالو سره چلند او د هغوى د دوسيو څېړل بايد د قوانينو مطابق او د هغوى د حقونو درناوي ته په پام ترسره شي. جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1395
“کډوالو سره چلند او د هغوى د دوسيو څېړل بايد د قوانينو مطابق وي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په كابل كې د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فالون سره د ليدنې په مهال وويل، چې له کډوالو سره چلند او د هغوى د دوسيو څېړل بايد د قوانينو مطابق او د هغوى د حقونو درناوي ته په پام ترسره شي.

د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې د كډوالۍ موضوع پېچلې ده او له افغانستانه د وتلو او اروپا ته د كډوالو د جذب عوامل بايد وڅېړل شي.

د هغه په وينا، د ملي يووالي حکومت مسووليت لري، چې هېواد ته راستنېدونکو افغانانو ته شته امکاناتو ته په پام هوسا ژوند برابر کړي.

بلخوا د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فالون وويل، د كډوالو موضوع کولاى شي د بريتانيا او افغانستان د اړيکو پر څرنګوالي اغېز ولري، په دې دليل، چې د تېر خلاف د ملي يووالي حکومت د پناه غوښتونکو اجباري ايستل نه مني.

د جمهور رئيس غني او مايکل فالون ترمنځ ليدنه كې دواړو لوريو د افغانستان او سيمې د عمومي امنيتي وضعيت او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ترهګرۍ په ضد مبارزې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA