د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو ته د ډيموکراټ ګوند كانديدې هيلري کلنټن يو ځل بيا خپلو ټاکنيزو هلو ځلو کې پر ايران د احتمالي بريد خبره راپورته کړې ده. نوموړې د خپلو ګوندي ټاکنو د کمپاين په مهال ويلي، چې پر ايران د بريد مسئله اوس هم د مېز پر سر پرته ده.
د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو ته د ډيموکراټ ګوند كانديدې هيلري کلنټن يو ځل بيا خپلو ټاکنيزو هلو ځلو کې پر ايران د احتمالي بريد خبره راپورته کړې ده.
نوموړې د خپلو ګوندي ټاکنو د کمپاين په مهال ويلي، چې پر ايران د بريد مسئله اوس هم د مېز پر سر پرته ده.
هغې دغه څرګندونې پرون خپلو پلويانو ته د وينا په مهال کړې دي.
هيلري کلنټن يو ځل بيا په زغرده ويلي، چې په منځني ختيځ کې له اسراييلو دفاع د دوى اخلاقي دنده جوړېږي.
په همدې حال کې نوموړې ويلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمهوري رياست لپاره خطرناک دى او لياقت يې نه لري.
هغه زياتوي، چې د جمهوري رياست مقام خورا زيات مسووليت، علميت او ثبات ته اړتيا لري، خو د دې په خبره، ډونالډ ټرمپ دغه ډول مزاج نه لري.
ټرمپ بيا په خپل ټوېټر کې هيلري کلنټن مكاره ياده كړې او ليكلي يې دي چې “دروغجنه هيلري کلنټن زما د بهرنۍ پاليسۍ په اړه ناسمې خبرې کوي.”
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


